هلمند کې د یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۵ - ۱۱:۲۰
6

ملي پولیسو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې موټرسایکل بم له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یو شمېر چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې د نادعلي ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړي، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.
د دې موټرسایکل په کشف او شنډ سره په هلمند کې له یوې لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.