هلمند کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۶:۴۷
1

ملي امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار او همدارنګه د مارجې، ګرمسېر او نهرسراج ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي. 
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو ۱۳ عرادې موټرسایکلونه، سپکې او درنې وسلې او همداراز لسګونه کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې د عامه تاسیساتو د نړولو په پار یې ځای پر ځای کړي وو، له منځه وړل شوي دي.