هلمند کې د ترهګرو طالبانو ۱۶ پټنځایونه له منځه یوړل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۹:۴۰
س

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په جهان زېب کمپ سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو ۱۶ پټنځایونه له منځه وړي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ۱۸ کړۍ ماینونه چې پر عامه لارو یې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، کشف او له منځه وړي دي.
د یادونې ده چې د دې عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.