هلمند کې د ترهګرو طالبانو لس پټنځایونه له منځه یوړل شول.
![s](/sites/default/files/2019-06/65991538_1391959394275287_6601807214367735808_n_1.jpg)
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په ځینو برخو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په په ترڅ کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.
په یادو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو لس پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د عملیاتو په لړ کې یو شمېر سیمې هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او ۱۴ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.