هلمند کې د ترهګرو طالبانو شپږ پټنځایونه له منځه یوړل شول.
افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د مرکزونو د له منځه وړو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په لړ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي، د ترهګرو طالبانو شپږ پټنځایونه له منځه وړل شوي او یو شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې ۱۲ کړۍ بېلابېل ماینونه د ګډو ځواکونو د انجینیرۍ ډلې لخوا کشف او شنډ شوي دي.