هلمند کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو پټنځای له منځه یوړل شو

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۱:۱۶
2

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د مرکز اړوند په جوماند کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو له چاودېدونکو توکو یو ډک پټنځای کشف او له منځه وړی دی.
له دې پټنځایه د ترهګرو طالبانو اته کړۍ بشکه يي ماینونه او ۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې ده چې د دې پټنځای سربېره د ترهګرو طالبانو دوه نور پټنځایه هم په سیمه کې له منځه وړل شوي او په ترڅ کې يې یو ترهګر طالب هم وژل شوی دی.