هلمند کې د ترهګرو طالبانو د ماين جوړونې يوه لويه کارخونه له منځه يوړل شوه.
نن افغان ملي ځواکونو د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ په کچي سيمه کې يو لړ تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ماين جوړونې يوه لويه کارخونه له منځه وړې.
د دې عملياتو پر مهال د ترهګرو څه باندې ۲۲۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د سپکو او درنو وسلو ګولۍ او د ترهګريزو پېښو يو شمېر مواد کشف او له منځه وړل شوي دي.
د يادونې ده چې په يادو عملياتو کې يو شمېر سيمې هم د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.