هلمند کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او د لوی مانده سیمې بېلابېل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.
په یادو عملیاتو کې ۱۵ کړۍ ماینونه چې ترهګرو طالبانو د ترهګریزو پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شول.
همداراز په دې عملیاتو کې یو میل کلاشینکوف او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي او د ترهګرو طالبانو ۱۷ پټنځایونه له منځه تللي دي.
د یادولو ده چې په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.