هلمند کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول.
افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ ګډ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژلي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو دوه جسدونه د نښتې پر میدان پاتې شوي او د دښمن دوه میله کلاشینکوفونه، یو عراده موټرسایکل او درې پایې مخابرې د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.