هلمند کې درې تنه د جنايي او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
8

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز لښکرګاه ښار کې درې تنه د بېلابېلو جنايي او ترورېستي کړنو په تړاو نیولي دي.
په یادو کسانو کې ماین خښوونکی، انسان تښتوونکی او نفوذي کس شامل دي، چې د یاد شویو جرمونو په بېلابېلو قضیو کې يې لاس درلود.