هلمند کې تېره یوه میاشت لسګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات کشف او نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۴:۳۰
sdfasf

د هلمند امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له تېرې یوې میاشتې راهیسې په مرکز لښکرګاه ښار او ولسوالیو کې د پلټونکو عملیاتو په مهال لسګونه میله وسلې او نظامي تجهیزات موندلي او په تړاو یې ۱۶ تنه نیولي دي.

په ترلاسه شوو وسلو او تجهیزاتو کې، ۹۰ میله نوې تومانچې، ۶ کلاشینکوف ماشیندارې، یو کره بین، یو کمر شکن، ۲۰ مخابرې، ۱۸ شاجورونه، یو زر او ۳۴۰ د د درنو وسلو مرمۍ، ۳۲۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۶۵ د تومانچې مرمۍ او نور نظامي تجهیزات شامل دي.

نیول شوې وسلې او نظامي تجهیزات چې په ناقانونه توګه خلکو په کورونو کې له ځان سره ساتلې وې ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو له ثبت وروسته د ډایاک مدیریت ته سپارلي او نیول شوي کسان به د نور څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.