هلمند کې بېلابېل کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۵:۴۷
1

نن د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې افغان ځواکونو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې الله یار، اتم ډراب، خارکو او علي خان کلي د دښمن له شتونه پاک شوي دي.
د یادو عملیات پرمهال د دښمن ۸۰ خندکونه له منځه تللي او ۱۲ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.