هلمند کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د تېرو ۱۵ ورځو په لړ کې د هلمند ولایت دامنیه قومندانۍ منسوبینو په مرکز او ولسوالیو کې اوه تنه د غلا قضیو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې عرادې موټرسایکلونه او څو سیټه غلا شوي موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو دوسیې د تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوې دي.