هلمند کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرک ژوبله اوښتې

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۲:۹
ز

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په مارجۍ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۲۱ کړۍ بېلابېل ماینونه هم چې پر عامه لارو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای شوي وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یو شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او د ترهګرو یو شمېر وسایط او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې د عملیاتو پر مهال امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.