هلمند کې اته ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۹:۴۹
ل

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.