هلمند کې؛ ۱۴ تنه د غلا په تړاو نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۹
kuu

د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار او باباجي ولسوالۍ کې د موټرونو، موټرسايکلونو او موبايلونو د غلا په تړاو ۱۴ تنه نيولي دي.
له نيول شويو کسانو څخه يو عراده موټر، پنځه موټرسايکلونه او درې غلا شوي ټيلېفونونه هم ترلاسه شوي دي.