هلمند ولایت کې د نېږدې ۱۰۰ ټنو خوراکي، درملو او بې کیفیته روغنیاتو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۵۷
sdas

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوې اونۍ په لړ کې، ۹۴ ټنه بې کیفیته توکي چې په ۴۷ عرادو سیپا موټرو کې بار شوي او په غیرقانوني توګه یې هلمند ته راوړي وو د پولیسو له لوري کشف او ونیول شول.
په نیول شویو بې کیفیته توکو کې، دارو، تېل، کیله، مرچک او نور توکي شامل دي چې، د هلمند ولایت په لښکرګاه، بهرامچې او ګرمسېر ولسوالیو کې کشف او ضبط شوي دي.