هلمند او لغمان کې درې تنه د موټر د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو د هلمند او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د موټر د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې دوه تنه د موټر د غلا په تړاو له یو عراده غلا شوي موټر سره او همدارنګه د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې هم یو کس د نشه يي توکو د پلور په تړاو له یوې قبضې تومانچې سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.