هلمند، فراه، پروان او تخار کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

د هلمند، فراه، پروان او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۴ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو، د وسایطو د غلا او همدارنګه شکونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د فراه ولایت د بالابلوک او پشت رود ولسوالیو او همداراز د لومړۍ، درېیمې او څلورمې حوزو په اړوند سیمو کې اته تنه د وسله والو غلاو، د موټر د غلا او قیمتي مالونو د لوټونې؛ د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په اومه حوزه کې دوه تنه د یو عراده موټرسایکل د غلا؛ د پروان ولایت د چاریکار ښار په لومړۍ حوزه کې یو کس د یو عراده موټر د غلا په تور له غلا شوي موټر سره یو ځای او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د حرفوي غلو درې کسیزه ډله له یو عراده غلا شوي موټر سره نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې غلا شوي موټر، شپږ عرادې غلا شوي موټرسایکلونه، یو میل کلاشینکوف او دوه قبضې لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانونسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.