هلمند، خوست، غزني او پروان کې له ۲۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی
تېره ورځ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند، خوست، غزني او پروان ولایتونو کې د ۲۰ کړۍ ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت د لویې لارې په اړوند سیمو کې ۱۵ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
پولیسو د خوست ولایت په صبریو او قلندر ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو درې کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.
همداراز پولیسو د غزني ولایت د مرکز اړوند په روضه کلي کې د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین چې د دې سیمې د خلکو د نښه کولو په هدف يې ځای پر ځای شوی و، ترلاسه او له منځه وړی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل د پروان ولایت پر بګرام هوايي ډګر یو BM-1 هاوان ګولۍ وتوغوي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوی دی.