هر زنداني چې یو کتاب مطالعه او په اړه یې ‌مالومات وړاندې کړي د حبس موده کې به یې شپږ ورځې تخفیف رامنځته شي

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۸/۹/۲۲ - ۱۰:۳۰
9

تېره ورځ د پلچرخي زندان د محبوسینو لخوا د ۱۰ ټوکه لیکل شویو او چاپ شویو کتابونو پرانیسته وشوه.

د یادو کتابونو په پرانیستغون‌‌‌‌‌‌ډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار‌‌‌‌‌‌ ډاکټر میرویس کوچي، د محبسونو او توقیف خانو رهبرۍ، قومندانانو او یو شمېر محبوسینو ګ‌‌‌‌‌‌ډون کړی و.

د دې غون‌‌‌‌‌‌ډې ویناوالو وویل، چې پر داسې مسودې کار روان دی چې له مخې به یې د هر هغه زنداني په حبس کې شپږ ورځې تخفیف راځي چې زنداني ۱۰۰ صفحې کتاب مطالعه او په اړه یې مالومات وړاندې کړي.

دوی همداراز ټینګار وکړ، چې د دې کړنې پلي کول به له زندانیانو سره مرسته وکړي؛ چې حرفوي مهارتونه یې زیات او له جرایمو وژغورل شي.

د غون‌‌‌‌‌‌ډې په پای کې یو شمېر زندانیانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.