هرات کې ۳۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۳/۲ - ۱۳:۵۲
1

پولیسو د هرات ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: قتل، انسان تښتونه، وسله والې غلاوې او د غیرقانوني وسلو ګرځونې او ساتنې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۰ میله وسلې، ۱۴ عرادې موټرسایکلونه او ۵ سیټه غلا شوي موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.