هرات کې ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت پولیسو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: قتل، وسلهوالې غلاوې، د غیرقانوني وسلو ساتنې او لېږدونې، د لېږدوونکو وسایطو غلا او د موبایل غلا په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه ۱۰ میله تفنګچې، یو کړۍ د پرسونل ضد ماین، دوه عدده انفجاري فیوزونه، دوه ډزه راکېټ غورځوونکي، ۲۰۰ ډزه د پیکا ګولۍ، ۱۵۰ ډزه د اېم-۱۶ ګولۍ، یو عراده موټر، دوه عرادې موټرسایکلونه او درې سیټه غلا شوي موبایلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لهپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.