هرات کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۹ - ۱۰:۱۹
8

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ تنه د وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږد، پېر او پلور په تړاو نیولي دي.

دا کسان د تېرو څلورو ورځو په لړ کې د هرات پولیسو د جلا عملیاتو په پایله کې له ګڼو غلا شویو وسایطو، تجهیزاتو او بېلابېل ډوله وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.