هرات کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې په هرات ښار، پنځمې او شپږمې ناحیو او همدارنګه انجیل او ګذرې ولسوالیو کې نهه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه څه باندې ۱۷ کیلوګرامه هیرویین، څه باندې ۳۵ کیلوګرامه چرس او یو اندازه ښيښه هم ترلاسه شوي دي.