هرات کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۸:۵۶
5

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د انجیل ولسوالۍ په چهارباغ فېروزه کلي کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه چې درې یې نارینه او دوه یې ښځینه دي؛ د یو کس د تښونې په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو څه موده دمخه د "هواده" ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو صراف اختطاف کړی و او د انجیل ولسوالۍ په چهارباغ فېروزه کلي کې یي ترې ساتنه کوله؛ چې پولیسو نیولي دي.