هرات کې یو ترهګر طالب وژل شوی او بغلان کې بیا یو نیول شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۷ - ۱۴:۲
3

تېره ورځ یو ترهګر طالب د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
یاد ترهګر غوښتل څو د کهسان ولسوالۍ په "قدوس‌اباد" کلي کې یو ملکي موټر چلوونکی له موټر سره یې  یو‌ځای وتښتوی. 
پولیسو د دې قضیې تر اطلاع وروسته بې‌ځنډه ځان د پېښې سیمې ته رسولي، چې د داوړو لورو تر منځ د نښتې په پایله کې یاد ترهګر وژل شوی او اختطاف شوی کس روغ ژغورل شوی دی.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو هم په یاد ولایت کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی نیولی دی.
دې ترهګر په بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې د ترورېستي بریدونو په طرح او سازماندهي کې مهم نقش درلود.