هرات کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۹:۲۰
01

د هرات ولایت د امنیه قومندانې منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د هرات ښار د شپږمې، نهمې او دولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

له دې کسانو څخه دوه میله وسلې او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.