هرات کې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او ترلاسه شو

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۱ - ۱۰:۳۸
ی

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په "کنګ" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له ۴۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو ډک باروړنکی موټر کشف او ضبط کړی  دی.
یاد چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېټ له ډوله دي، چې ترهګر په ځانګړې توګه طالبان د ترورېستي پېښو د طرح او سازماندهۍ برسېره د سړک غاړې ماینونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړونه کې ترې استفاده کوي.
د دې موټر په کشف سره پولیسو په هرات کې له ګڼو ترورېستي او خونړیو پېښو مخنیوی کړی دی.