هرات کې شپږ تنه د قتل او وسله والې غلا په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۹:۳۷
01

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په انجیل ولسوالۍ او د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

یاد کسان هغه مهال ونیول شول، چې تېره ورځ یې غوښتل د انجیل ولسوالۍ د یوه مېشتي موټرسایکل د وسلې په زور وتښتوي، چې د پولیسو لخوا ونیول شول او له دې کسانو څخه درې عرادې موټرسایکلونه او یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.

همداراز د هرات ښار د ۱۲ امنیتي حوزې منسوبینو یو کس د خپلې کورنۍ د یوه غړي د قتل په تور نیولی دی.