هرات کې سلګونه منسوبین له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۲۵
ببیسلبیسلب

د هرات د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنيز مرکز څخه ۶۰۰ منسوبین د مسلکي او عقیدتي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د یوې شاندارې غونډې او نظامي نندارو په ترڅ کې چې د یاد ولایت ګڼ شمېر مسؤلینو په کې ګډون کړی فارغ او بری لیکونه ورکړل شول.

فارغو منسوبینو ولسونو ته ډاډ ورکړ چې په ملي او ایماني جذبه به د خپلو خلکو او هېواد ساتنه کوي او دښمن به پرې نه ږدي چې عامه نظم ګډوډ او ټينګ شوی امنیت وګواښي.