هرات کې د وسله والو غلاوو څلور کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۱۰:۳۰
e

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د شپږمې حوزې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلاوو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
دا کسان هغه مهال ونیول شول، چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې یې یو عراده موټر غلا کړی و او د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته د نښتې په پایله کې ټپي او وروسته نیول شوي دي.
نیول شویو غلو د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او له دوی څخه یو میل تفنګچه او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.