هرات کې د وسله‌والو غلو ډله ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۳۶
شسیبشسب

 د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د څوارلسمې امنیتي حوزې پولیسو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې د پنځو کسانو یوه وسله‌واله ډله، چې د دې ولایت د اوسېدونکو د مالونو او وسایطو په غلا کې یې لاس درلود، د یادې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیولې ده.  له یادو کسانو څخه یو میل تومانچه، ۱۲ دانې لویې بیټرۍ او نور توکي ترلاسه شوي چې دا مهال د پولیسو تر نظارت لاندې دي.