هرات کې د نشه يي توکو یوه لویه محموله کشف شوه

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۴ - ۱۵:۱۲
01

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هرات -اسلام قلعه پر لویه لار د "سرک بای پاس او پولیس راه" په اړوند سیمو کې د نشه  یي توکو  ۱۲۹ کیلوګرامه محموله کشف او ترلاسه کړه.
یاد نشه یي توکي د کرستال له ډوله دي او قاچاقبرانو غوښتل د هرات ولایت مرزي ولسوالیو ته یې ولېږدوي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو شپږ تنه له یو میل وسلې او دوه عرادو موټرو سره یو ځای نیولي دي.