هرات کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو د دوه تنو د نیول کېدو سربېره؛ پکتیا کې یو اندازه وسلې کشف او ترلاسه شوې

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۱:۵۰
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې دوه تنه د ۲۴ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو چې په یو عراده موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو، نیولي دي.
همداراز؛ یادو ځواکونو د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په ترڅ کې یو اندازه نشه يي توکي له څلور میله وسلو سره کشف او ترلاسه کړي دي.