هرات کې د موټرو د غلا په تړاو یوه حرفوي ډله ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۵:۴۱
سارقین

د هرات ولایت پولیسو هرات ښار کې د موټرو د غلا په تړاو یوه حرفوي ډله نیولې ده.
یادو کسانو هرات ښار کې د موټر له غلا وروسته د هغې بڼې ته بدلون ورکړی او بېرته یې پلورلی و.
دا ډله د موټرو حرفوي غله دي، چې له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او تېره ورځ د هرات ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له یو عراده غلا شوي موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو عراده غلا شوی موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی او پولیسو څښتن ته یې سپارلی دی.