هرات کې د لویو ترهګریزو پېښو مخه نیول شوې.

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا څو کړۍ بېلابېل بشکه یي ماینونه کشف او شنډ شول.
ترهګرو طالبانو غوښتل یاد ماینونه د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځای پر ځای کړي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې ونیول شول.
همداراز د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو ۱۲ فیره د ټانګ مرمۍ او یو فیر د خسته ابوس مرمۍ د ترهګریزو پېښو په موخه ځای پر ځای کړې وې؛ چې د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او شنډ کړل شوې.
د یو بل خبر له مخې؛ پکتیا کې ملي پولیسو یو تن چې په وژنو کې یې لاس درلود؛ نیولی دی.
یاد کس په زرمت ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه په نښه کول؛ چې له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.