هرات کې د دوه چاودنو مخه نیول شوې.
د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې دوه کړۍ بشکه يي ماینونه کشف او شنډ شول.
یاد ماینونه ترهګرو په زیارت ګل دسته ها او مرغچه سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د موخه ګرځولو لپاره خښ کړي وو؛ چې د اوبې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پرسونل له خوا کشف او د ملي اردو د انجنیرۍ ډلې په مرسته شنډ او چاودنه ورکړل شوې.
ماینونه په ۱۰ او ۲۰ لیتره بشکو کې ځای پر ځای شوي وو.