هرات کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی ونیول شو.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د اوبې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی نیولی دی.
نیول شوی ترهګر د طالبانو په منځ کې په "میر صاحب" مشهور و، چې د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یې بېلابېلې ترهګریزې پېښې سازماندهي کړې دي.