هرات کې د ترهګرو طالبانو مهم غړی "مولوي حنان" له یو شمېر ملګرو سره یې ووژل شو

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۹/۳/۲ - ۱۳:۴۸
1

تېره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه د ترهګرۍ ضد ځينې عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو د کلیدي غړي "مولوي حنان" په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي، درې ترهګر ټپيان او شپږ تنه نور له دې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ترهګرۍ ضد په دې عملیاتو کې د ادرسکن ولسوالۍ څو واړه او لوی کلي هم د ترهګرو له شتونه چاڼ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او شنډ شوي او د دښمن دوه عرادې موټرسایکلونه په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.