هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۶ - ۱۳:۳۶
01

د هرات ولایت پولیسو د انسان تښتوونکو یوه حرفوي ډله چې په هرات کې یې د اختطاف قضیو په سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده، نیولې ده.
دې درې کسیزې ډلې په هرات ولایت کې د تښتونې په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او څه موده دمخه یې د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو صراف برمته کړی و.
یاد کسان له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو، چې بلاخره د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ده تپه کلي کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
له نیول شویو انسان تښتوونکو څخه دوه قبضې لاسي بمونه، ۲۴۳۰۰۰ نقدې افغانۍ، یو شمېر نظامي تجهیزات، مهمات او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.