هرات کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف شوه

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۷ - ۱۲:۲
01

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې پر یوه کور د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د الکولي څښاکو یوه کارخونه کشف او ضبط کړې ده.

له دې کارخونې څخه نږدې ۴۰۰ لیتره الکولي څښاک او هغه وسایل چې د الکولي څښاکو په جوړولو کې ترې استفاده کېده، د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.