هرات کې دوه وسله وال غله ونیول شول
تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار له اړوند سیمو دوه تنه د وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان تېره ورځ د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د یوه موټر د غلا پر مهال له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.
غلا شوی موټر د اسنادو له مخې څښتن ته یې سپارل شوی او د نیول شوي کس دوسیه د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.