هرات کې دوه وسله وال غله له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل یې نیول شوی

هرات ولایت کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله چې په بېلابېلو جرمي قضیو کې یې لاس درلود، له پولیسو سره نښتي چې په ترڅ کې یې دوه وسله وال غله وژل شوي او یو بل یې ژوبل نیول شوی دی.
د وسله والو غلو دې ډلې تېره ورځ د هرات ښار د شپږمې ناحیې یو اوسېدونکی لومړی ګواښلی و او بیا یې موټر ترې وړی و.
د دې قضیې له خبرتیا وروسته ملي پولیس او ملي اردو ځواکونه لاس په کار شوي او د دې ډلې د نیولو لپاره د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ "سیاوشان" کلي ته تللی وو، چې د غلو دې ډلې د پولیسو د خبرداري پر وړاندې بې پروايي ښودلې وه او له پولیسو سره یې وسله واله نښته پیل کړې وه، چې له امله یې دوه وسله وال غله وژل شوي او یو بل یې ژوبل نیول شوی دی.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو قبضه تفنګچه او دوه عرادې غلا شوي موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې نښتې په لړ کې ملي پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.