هرات کې دوه وسله وال حرفوي غله ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴۰
7

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه وسله وال حرفوي غله نیولي ديٍ.
یادو کسانو هرات ښار کې د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې نقش درلود او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
له دې کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي او قضیه یې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.