هرات کې دوه تنه د وژنې او ژوبلې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵
8

پولیسو د هرات ولایت د درېیمې امنیتي حوزې او څوارلسم سمت ماموریت په اړوند سیمو کې دوه تنه د وژنې او ژوبلې په تړاو نیولي دي.
د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کس چې څه موده دمخه یې د خپلې کورنۍ یو غړی د تفنګچې ډزو په وسیله وژلی و او بیا له سیمې تښتېدلی و، تېره ورځ د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
همداراز د څوارلسم سمت ماموریت په اړوند سیمو کې هم یو کس د ژوبلې په تړاو چې له پېښې وروسته بهر ته تښتېدلی و، نیول شوی دی.