هرات کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هرات ولایت په اړوند سیمو کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه یو کس چې پنځه کیلو ګرامه نشه يي توکي یې د ښیښه، هیرویینو او کرستال له ډوله په یو عراده لېږددونکې واسطې کې ځای پر ځای کړي وو د اسلام قلعه له پولې او همداراز بل یې د هیرویینو له ۵۴ کپسولونو سره د هرات له نړیوال هوايي ډګره نیولي دي.
نیول شویو کسانو غوښتل نشه يي توکي بهر ته قاچاق کړي.