هرات کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له دفاعي ځواکونو سره یو ځای د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په "احمدآباد او قدوس" کلیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
دا عملیات چې پرون ترسره شوي په کې د ۱۷ میله بېلابېل ډوله وسلو په شمول د نیول شویو کسانو لاسي بمونه او د نشه يي توکو بستې هم ترلاسه شوې دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ملي پولیسو پر یوه منسوب د ترهګرو لخوا بریده مخنیوی کړی دی.