هرات کې؛ ۹ تنه د لسګونو کیلو نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي
د هرات نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د عملیاتو په لړ کې ۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۱۲۵ کیلو اېف، ۸ کیلو چرس او ډول ډول نشه یي توکي ترلاسه شوي دي.