هرات کې؛ ۱۴ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۴۷
شیبشیب

د هرات امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د څو عملیاتو په مهال ۱۴ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۸۰ کیلو ګرامه اېف نشه یي توکي، ۴۰ لېټره خمېره شوي انګور او یوه اندازه چرس، شیشه او تریاک ترلاسه شوي دي.